اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) قامي ايئر لائن (پي آئي اے) خپله فضائي بېړۍ كښې يو اے 320 الوتكه شامله كړې ده ۔ د ايوي ايشن وزارت د جاري بيان له مخې د ادائيګۍ په شخړه كښې دوه الوتكې په ماليزيا كښې ولاړې وې چې پكښې يوه اے 320 الوتكه د شورو په ورځ د دستورې په مهال د پي آئي اے په بېړۍ كښې شامله كړې شوه۔ په دستوره كښې هوا بازۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ايئر مارشل (ر) فرحت حسېن خان، سېكرټري کيپټن (ر) سېف انجم، د پي آئي اے سي اي او ايئر وائس مارشل عامر حيات، د سي اے اي ډي جي پي خاقان مرتضيٰ او نورو چارواكو په دستوره كښې ګډون كولو۔