وزيراعظم انوار الحق کاکړ باجوړ كښې د پوليو وركرز حفاظت له په ولاړو پوليس اهلكارو د ترهګرو د بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ باجوړ كښې د پوليو وركرز حفاظت له په ولاړو پوليس اهلكارو د ترهګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي ټول قام امنيتي اهلكارو او د پوليو وركرز ته سلام كوي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرو په بريد كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په بريد كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره دوي ته د غوره طبي اسانيو وركولو امر وكړو۔ده ووئيل ترهګر به هېڅ كله پخپل ناوړه مقاصدو كښې بريالي نه شي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد څخه د پوليو وائرس تر خاتمې به د پوليو مخنيوي كمپائن په ښه ډول دوامدار ساتلے شي، اولس دې د پوليو واكسين پحقله په هر ډول منفي ډنډوره دهوكه نشي۔ ده ووئيل د جامعه الازهر او د ګردې نړۍ علمائے كرامو د پوليو د مخنيوي پروګرام توثيق كړے دے

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں