اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ په علماء کرامو زور راوړې چې پاکستان د پولیو څخه پاك قام جوړولو مقصد ترلاسه كولو لپاره اولس كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په اړه شعور پيدا كړي ،محفوظ او روښانه سباؤن لپاره صحت مند ژوند زمونږ د بچو حق دې،پولیو په ضد كمپائن كښې د نړيوالو ادارو مرسته تائيو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پولیو ختمولو په اړه قامي علماﺀ کنفرس ته د خصوصی ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔په دې موقع د روغتيا وفاقی وزیر ډاکټر ندیم جان ، د وزیر اعظم د مذهبي همغږۍ خاص نمائنده طاهر اشرفی او د بيل مکاتب فکر علماء کرام موجود وو۔ وزیراعظم وئويل قرآن او حدیث زمونږ د لارښودنې تر ټولو بهترین ذریعه ده، قرآن او سنت په رڼا كښې مونږ له به اجتماعی پريكړې كول وي۔ده د بيل مکاتب فکر علماء کرامو د پوليو مخنيوي كمپائن په معامله اجتماع خوش بينه ګرځولو سره ووئيل خواهش لرم چې علماء کرام د ټولو قامی مسئلو په اړه هم داسې يو موټې شي۔ وزیر اعظم ووئيل علماء کرام اتفاق سره به په اولس كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په اړه د رايو اتفاق پيدا كېږي۔ده ووئيل د ماشومانو روښانه سباؤن لپاره صحت مند ژوند د هغوې حق دې۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ خوش قسمته يو چې د خپلو بچو د ژوند تحفظ کولې شو ، په غزه كښې د ماشومانو اجتماعی قتل عام كېږي،كومه چې د انسانیت لپاره د فكر وړ لمحه ده۔ مسلمان د ك وم مذهب یا د هغې د پیروکار څخه كركه نه كوي او عمر له انصاف لپاره ولاړ وي۔ وزیر اعظم د پولیو څاڅكو وركول غیر شرعی ګڼل بدقسمتی ګرځولو سره ووئيل علماء کرام د داسې عناصرو په ضد ولاړ دي، غیر د تحقیق د پولیو څاڅكو په اړه دروغ دې خپاره نه كړې شي۔ علماء کرام دې د داسې كسانو محاسبه وكړي۔د روغتيا وزیر ډاکټر ندیم جان کنفرنس ته ووئيل وزیر اعظم د دې کنفرنس کولو سپارښتنه كړې وه ځكه چې د پوليو مخنيوي كمپائن كښې د علماء کرامو کردار مهم وي،ده د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د بشپړه مرستي باور وركولو سره په کنفرنس كښې د شریك علماء کرامو مننه وكړه۔