اسلامي پوځ دې مسجد اقصی بچ كولو له خپل تاريخي كردار ترسره كړي٬ سراج الحق

image

لاهور۔28 اکتوبر(اے پی پی) د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې 74 لکه اسلامی پوځ دې د مسجد اقصی بچ كولو لپاره خپل تاريخي كردار ترسره كړي٬ د فلسطيني اولس رابطه نړۍ سره قطع شوې ده اسرائيل دغلته يوه كربلا جوړه كړې ده ٬ د اسلامي نړۍ په دې غلې پاتې كېدل د افسوس وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ لبرټي ماركيټ لاهور كښې د فلسطين مرستې كېمپ دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده وئيل نن زمونږ مېندې خوېندې زمونږ په لوري ګوري٬ مونږ بايد خپله ذمه واري ترسره كړؤ۔ ده اپيل كولو سره ووئيل چې نن په اسلام آباد كښې مونږ امريكائي قونصلېټ څخه بهر فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونې له جمع كېږو٬ نړۍ ته دا ښودل غواړؤ چې په فلطسين او غزه كښې دې روان ظلم او زياتې بند كړي ولې چې دا بمباري د انسانيت په ضد ده۔

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں