د فلسطینی سفیر فلسطین – اسرائیل مذاکرات او د امن په ځايې كولو هڅو ته وده وركولو له د چين د كردار ستائنه

image

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) په پاکستان كښې د فلسطين لنډ مهاله سفير نادر الترك د فلسطين او اسرائيل ترمينځه تاؤ تريخوالي كمولو٬ مذاكرات او د امن په ځايې كولو هڅو ته وده وركولو كښې په خوښي لرلو د چين ستائنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ دې ځايې څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده يو وېبنار ته خطاب كښې وكړه۔ ده په د سيمې په هېوادونو او اسلامي نړۍ زور راوړو چې هغه دې اسرائيل رياستي ترهګرۍ او په غزه كښې په عامو وګړو او تنصيباتو بريدونه كولو څخه منع كړي۔ ده ووئيل د امریکا، برطانیا او ځينې نورو لوئيديزو هېوادونو متعصبانه دريځ په ډاګه شوې كوم چې د اسرائيل بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل اسرائيلي پوځ په آرتھوډوکس چرچ هم بريد وكړو ۔ اسرائيل د كوم هم مذهب احترام نه كوي۔ وېبنار ته ډاكټر محمود الحسن په خپل خطاب كښې كال 1947 څخه په فلسطيني اولس د اسرائيلي ظلمونه او زياتې ذكر كړو۔ ده ووئيل د بده مرغه 26 لکه څخه زيات بې وزله فلسطيني اولس لپاره غزه د دې دور تر ټولو لويې زندان جوړ شوے دے۔ ده ووئيل تر دې دمه 4500 څخه زيات كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل ودانۍ په ملبه كښې بدلې شوي دي۔ ده ووئيل دې اقدام د دوه رياستي حل بنياد ته زيان رسولې دې۔ د وېبنار نظامت د سنټر آف ساؤتھ اېشیا اېنډ انټرنېشنل سټډیز یوتھ اېمبېسېډر ذوالکفل حسن خان وكړو۔ ده د ټولو ګډون كوؤنكو مېلمنو مننه وكره۔ ده هيله ولرله چې ډېر زر به د فلسطيني اولس د حقونو تحفظ وكړے شي۔

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں