اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د جمعیت علماﺀ اسلام (جے یو آئی ایف) د مشر مولانا فضل الرحمان د کشر زوی مولانا اسجد محمود د نكاح دستوره په اسلام آباد کښې وشوه۔ صاحبزاده خليل احمد د نكاح خطبه ولوستله۔ بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو وګرو او سياسي مشرانو په دې دستوره كښې ګډون وكړو او مولانا فضل الرحمن ته يۍ د ځوي د واده مباركي وركړه۔ د جے يو آئي ميډيا سېل له مخې په دستوره كښې د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان ، د جے يو آئي عمومي سيكرټري مولانا عبدالغفور حيدري، د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود، د هاؤسنګ وفاقي وزير مولانا عبدالواسع، سېنېټر مولانا عطاء الرحمان ٬ آغا محمود شاه او نورو ګډون وكړو۔ دغسې په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي، د خېبرپښتونخوا د زده كړو نګران وزير رحمت سلام خټك، منظور آفريدي، مولانا راشد محمود سومرو، مولانا راشد محمود سومرو او نور مشران هم په دې مهال موجود وو۔ مېلمنو د جے يو آئي مشر ته مباركي وركړه او د نوې جوړې په ژوند كښې يۍ د خوشحالۍ او بركت دعا وكړه۔