د لوي اختر د خوشحالو په موقع د پاكستان قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كوم٬ لوي څښتن دې د ټولې اسلامي نړۍ عبادتونه او قربانۍ پخپلې بارګاه كښې قبولې كړي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف ټويټ

image

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لوي اختر د خوشحالو په موقع د پاكستان قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كولو سره ووئيل چې لاس په دعا يم چې لوي څښتن دې د ټولې اسلامي نړۍ عبادتونه او قربانۍ پخپلې بارګاه كښې قبولې كړي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې په نننۍ مقدس ورځ حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام د الله په بارګاه كښې تسليم او د رضا څرګندونه كولو سره د قربانۍ لازوال مثال وړاندې كړې ٶ٬ دا عمل لوي څښتن ته دومره خوښو شو چې دا ئې تر قيامته د محمدۖ امت لپاره د عبادت په توګه لازم وګرځولو۔ ده ووئيل ياد وساتۍ چې! قرباني يو رسم نه دې بلكې يو عالمګير جذبه ده، قرباني يوازې د څارو د ذبح كولو نامه نه ده بلكې د دې مقصد اعلٰې مقاصد ترلاسه كولو لپاره خپل د ژوند مال اسباب د الله په لار كښې قربانول دي۔ وزيراعظم ووئيل دا يو حقيقت دے چې په نړۍ كښې يو قام تر ھغه وخته ترقي نشي كولې تر څو چې په ھغوي كښې د ايثار او قربانۍ جذبه نه وي۔ ده ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع پاكستاني قام او د ګردې نړۍ مسلمانانو ته د زړه د خلاصه مباركي وركوم او د الله په دربار كښې لاس په دعا يم چې الله پاك په پاكستان خپل رحمتونه نازل كړي او زمونږ نېك اعمال په خپل دربار كښې قبول كړي۔ آمين

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں