پېرس 23 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب ځپلې سيمو بحالۍ او بيا رغونې له د مرستې په كولو د اروپائي ائتلاف مننه كولو سره وئيلي چې جي اېس پي پلس زمونږ برآمداتو ته ښه وده وركړې ده او دا زمونږ معيشت لپاره ډېره مهم دے٬ زمونږ حكومت اروپائي ائتلاف سره خپله قوي همكاري لا پياوړې كولو كښې خوښي لري۔ د جمعې په ورځ د اروپائي ائتلاف مشر ارسولا وان ډير لېين د ټويټ په ځواب كښې وزيراعظم په خپل ټويټ كښې ووئيل تاسو سره په ملاقات كولو راته خوشحالي كېږي٬ مونږ د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو په اړه د نتيجې وړ خبرې وكړې، مونږ سېلاب ځپلو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې په چارو كښې مرسته كولو سره سره په جنيوا ريزيلينټ پاکستان کنفرنس كښې د اروپائي ائتلاف د فعاله ګډون هم مننه كوٶ۔ ده ووئيل جي اېس پي پلس زمونږ برآمداتو ته ښه وده وركړې ده٬ زمونږ حكومت اروپائي ائتلاف سره خپله قوي همكاري لا پياوړې كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل په تجارتي، اقتصادي او سياسي كچو د پراخه امكاناتو له مخې خپلې اړيكې مخ په وړاندې بوتللو لپاره تاسو ته د پاكستان د دورې بلنه په دركولو ماته خوشحالي كېږي