سرکاری ملازمانو له تر 23 جون تنخا وركولو لپاره سپارښتنه شوي،اېس ډی جیز كښې د اېم این ایز پرمختيائي پروژو فنډز نان لیپس ایبل اکاؤنټ كښې اچولو لپاره د قانون وزارت او اټارنی جنرل سره به مشاورت کولې شي ۔ د خز اني وزیر

image

اسلام آباد 15جون (اے پی پی) د خزاني وفاقی وزیر سینیټرمحمد اسحاق ډار وئيلي دي چې سرکاری ملازمانو له تر 23 جون تنخا وركولو لپاره سپارښتنه شوي،اېس ډی جیز كښې د اېم این ایز پرمختيائي پروژو فنډز نان لیپس ایبل اکاؤنټ كښې اچولو لپاره د قانون وزارت او اټارنی جنرل سره به مشاورت کولې شي۔د زيارت په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندوني سره او د غړو د اړخه پورته كړې شوي نكتو ځواب وركولو سره د خزاني وزير ووئيل د بجټ په اړه د اېف بی آر تجارتی او تکنیکی کمېټو په حقله نظرثانی شوې ده د كوم تفصیلات چې ما په ايوان كښې جمع کړې دي۔د خزاني وزير ووئيل زما سره د ځيني وزارتونو او ډويژنو د لوئ آختر څخه وړاندې د سركاري ملازمانو د تنخاګانو وركولو لپاره رابطه شوي،د خزاني وزير ووئيل ما په دې اړه د خزاني سیکرټری ته سپارښتنه كړې چې ټولو سركاري ملازمانو له تر 23 جون د دې مياشت تنخا دې وركړې شي دغسې چې ملازنان د آختر په اړه خپل حاجتونه پوره كړي۔ده ووئيل د خزاني وزارت او اېف بی آر ډلي د قامی اسمبلۍ او سېنېټ نه علاوه کمېټیو كښې هم شته كوم چې د غړو د اړخه په بجټ د بحث يوه يوه نكته نوټ كوي،په هغې كښې به د عمل وړ تجاويز په بجټ كښې شاملولې شي۔ده وووئيل قامی اسمبلۍ او سېنېټ كښې د خزاني وزیر مملکت هم موجود وي۔ده ووئيل اېس ډی جیز كښې د اېم این ایز پرمختيائي پروژو فنډز نان لیپس ایبل اکاؤنټ كښې اچولو لپاره د قانون وزارت او اټارنی جنرل سره به مشاورت کولې شيځكه چې په دې اړه يو قانون شته دغسې د عدالت عظمیٰ يوه پريكړه هم شته۔دې څخه وړاندې عبدالاکبرچترالی، غوث بخش مهر او انجینئر صابرحسین قائم خانی د اعتراض په نكته ووئيل اېس ډی جیز كښې د اېم این ایز پرمختيائي فنډز په 30 جون لیپس كېږي،دغه فنډز دې نان لیپس ایبل اکاؤنټ كښې منتقل کړې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں