هڅه كوو چې ټي ټي پي ميز ته راوستلې شي، وړومبې شرط دا چې هغه به وسله غورځولو سره خپل ځان د آئين تابع کوي، څوك چې هم ترهه ګرۍ كښې ككړ وي هغه سره به زيرو ټالرنس وي۔ د كرونيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله خان

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله خان وئيلي دي چې هڅه كوو چې ټي ټي پي ميز ته راوستلې شي، وړومبې شرط دا چې هغه به وسله غورځولو سره خپل ځان د آئين تابع کوي، څوك چې هم ترهه ګرۍ كښې ككړ وي هغه سره به زيرو ټالرنس وي، 01 جنوري نه تر 31 دسمبر 2022 د ترهه ګرۍ په پېښو كښې 66 فيصده په کے پي کے ، 31 فيصده په بلوچستان ،سندھ كښې دوه فيصده او پنجاب كښې 01 فيصد رامخې ته شوي، د قامي سلامتيا کمېټۍ پليټ فارم څخه دا پريكړه شوي چې پولې پورې غاړه څخه په پېښو به د كوم بل چا په ځائې د افغان دولت سره خبره كولې شي۔ده د شورو په ورځ اسلام آباد پوليس لائينز كښې د اسلام آباد آئي جي سره پرېس کنفرنس ته وينا كوله۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د سيد عديل حسين کورنۍ له شهداﺀ پيکيج وركولو لپاره راغلې يم، دا پيکيج د شهيد د كورنۍ حق دې، شهيد د قام محسن وي،كله چې د شهيد وينه په زمكه غورځيږي نو د قام تقدير بدلېږي او مقدر ئې روښانه كېږي،د دې احسان کومه بدله نشته۔ دا څه معموله بدله ده چې د شهيد د كورنۍ دومره تحفظ وكړې شي چې په ټولنه كښې خپل دنياوي ضروريات پوره كړې شي۔ده ووئيل د يو كروړ روپو چيك د شهيد کونډي له وركړې شوي، يو كروړ 25 لکهه روپۍ به رياست د كور لپاره وركوي دې نه ځانله د شهيد تنخاه به سره د ټول الاؤنس د هغه كونډي له دهغې په ژوند او د د ماشومانو تر بالغ كيدو ترلاسه كېږي،د ماشومانو د سكول او كالج او پوهنتون خرڅونه به حكومت زغمي۔ده ووئيل د اسلام آباد آئي جي د يو اېس پي په سطح د افسر ذمه واري لګولي چې د هري شورو په ورځ پوليس سره كېښناستلو سره د پوليس شهيدانو سره رابطي وكړي او د هغوي مسئلي واوري۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں