اسلام آباد۔4 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې اسلامي تعليماتو ته د ودې وركولو تر ټولو مهه ذريعه مدرسې دي ٬ حكومت غواړي چې په دې نېك سماجي خذمت كښې يۍ لاس امداد وكړي٬ مدرسې د پاكستاني او اسلامي اېن جي اوز يو لويې نېټ ورك دي٬ د مدرسو تعليمي او سماجي خذماتو كښې به د علماﺀ كرامو د مشاورت په رڼا كښې هره ممكنه مرسته كوؤ ٬ اسلامي نړۍ اسلام لپاره د مفتي اعظم پاكستان رفيع عثماني مرحوم د وړاندې كړې خذماتو اعتراف كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتحادِ تنظیماتِ مدارس پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د شورؤ په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې صدر جمیعتِ علماءِ اسلام مولانا فضل الرحمن، مولانا مفتی محمد تقی عثمانی، مولانا محمد حنیف جالندھری، مولانا مفتی منیب الرحمن، صاحبزادہ عبدالمصطفی هزاروی، سېنېټر پروفیسر ساجد میر، مولانا عبدالمالک، مولانا افضل حیدری، مولانا عبدالکبیر آزاد ٬ مولانا فضل رحیم اشرفی او نورو نوموړو علماﺀ كرامو سره سره وفاقي وزيرانو رانا تنویر حسین، مریم اورنګزیب، رانا ثنا اللہ خان، مفتی عبدالشکور، خاص مرستيال سید فهد حسېن او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ پلاوي وزيراعظم مدرسو ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ وزیرِ اعظم د مدرسو منتظمينو ته باور وركړو چې حكومت به د مدرسو انتظام حوالې سره دوي ته زياته نه زياته خپلواكي وركولو سره سره نه يوازې دا چې د رجسټرېشن عمل لا آسان كړي بلكې په دې مدرسو كښې د عصري غوښتنو له مخې د زده كړو رسنه كښې به هر ډول مرسته هم وكړي۔ وزيراعظم په دې موقعه ووئيل نوموړو علماﺀ كرامو سره ملاقات ما لپاره د وياړ وړ دے۔ وزيراعظم علماﺀ كرامو ته ووئيل په ديني څانګه كښې تعليم او تدريس لپاره ستاسو خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په ديني مدرسو كښې د هېواد 40 نه تر 50 لكه طالبعلمان وېړيا زده كړې ترلاسه كوي۔ ځينو ته قرآن په ناظره ښودلې او ځينې نور ته حفظ كولې شي۔ ده زياته كړه چې مدرسو ټول عمري د پاكستان د ګټو تحفظ كړې دې۔