اسلام آباد۔4جنوری(اے پی پی) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فېصل نياز ترمذي وئيلي دي متحده عرب امارات او پاكستان يو بل سره تاريخي اړيكې لري٬ پاكستان متحده عرب امارات خپل دويم كور ګڼي ٬ د دواړو ترمينځه د همكارۍ بلها موقعې دي او يو بل ته جغرافيائي قربت په ګډه د كار كولو غوره موقعه برابروي۔ په ابوظهبي كښې اېمرېټس نيوز ايجنسۍ سره يوه خصوصي مركه كښې ده ووئيل د دوه اړخيزه تجارت حجم د تېر كال 10.6 بلین امریکی ډالر څخه د يو په دوه زياتېدو هيله لرؤ۔ ده ووئيل ماته زما د هېواد سياسي مشرتابه د تجارت زياتولو ٬ د كاروبار موقعو ته د ودې وركولو ٬ سرمايه كارۍ او د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د كلتوري تړون زياتولو كار سپارلې دې۔ سفير ووئيل نزدې 1.6 ملينه پاكستانيان په متحده عرب امارات كښې مېشته دي۔ په كال 21 ۔ 2020 كښې دوئي نزدې د 6.11 بلین ډالر ترسيلات خپل هېواد ته ولېږل۔ ده ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره د بشپړه همكارۍ په لوظنامه (سی ای پی اے) خبرې پېل كرې دي او هيله ده چې د روان كال تر پايې به په دې لړ كښې مهم پېشرفت وشي۔ ده ووئيل مونږ په دې كار كوؤ او د پاكستان د تجارت وزارت په متحده عرب امارات كښې اړوندو چارواكو سره تړون ساتي۔ فېصل نیاز ترمذی ووئيل متحده عرب امارات په سيمه كښې د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي همكار دے سي پي اے لوظنامه به د دوه اړخيزه تجارت څو چنده زياتولو موقعه برابر كړي۔ ده ووئيل تر دې دمه متحده عرب امارات درې هېوادونو سره لوظنامې لاس ليك كړې دي۔ سفير ووئيل متحده عرب امارات د پاكستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې په كارروائيو كښې مرسته كړې په دې مونږ د صدر شېخ محمد بن زايد النهيان مننه كوؤ۔ متحده عرب امارات سېلاب ځپليو سره مرستې لپاره يو فضائي پل په ځائې كړو٬ د مرستې سامان 70 نه زيات پروازونه يۍ پاكستان ته راولېږل۔ ده ووئيل پاكستان په سېلاب ځپلې سيمو كښې د بحالۍ كار كښې دويم پړاؤ ته روان دې ٬ په دې لړ كښې په 9 جنوری 2023 جنېوا د “کلائمېټ ریزیلیئنټ پاکستان” په سرخط يو نړيوال كنفرنس كوي دغسې چې د سېلاب څخه وروستو د بحالۍ كارونو كښې مرستې لپاره نړيواله ورورولۍ متحرك كړې شي۔ د کانفرنس د ګډې مشري به وزيراعظم شهباز شريف او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټېرس كوي۔ دا كنفرنس به د ځپلې وګړو د ژوند او معاش بحالولو يوه هڅه وي۔ ده ووئيل د ګروپ 77 مشر په حېث پاكستان په شرم الشېخ موسمياتي بدلون كنفرنس (کاپ۔27 ) كښې د ضياع او زيان فنډ جوړولو په معامله مهم پېشرفت كړې۔ ده ووئيل مونږ به دا خبره مخ په وړاندې بيايؤ چې كوم هېوادونه د موسمياتي بدلون د لاسه زيات ځپلې شوي دي د هغوي مسئلې به حل كول وي۔ سفير ووئيل متحده عرب امارات د صفا توان په برخه كښې وړاندې تلې دې٬ هغه د ټېكنالوجۍ او شمسي او داسې نورو د تجديد وړ ذريعو په منصوبو كښې سرمايه كاري كوي۔ ده زياته كړه چې كه پاكستان متحده عرب امارات سره په ګډه كار وكړي نو ددې نتيجه به ډېرې زر رامخې ته شي او په دې پاكستان كښې د وړاندې نه كار پېل شوې دې۔ ده ځينې هغه څانګې په ګوته كړې په كومو كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري سوا كېدې شي۔ ده وئيل د پاكستان وادي سندھ تهذيب په نړيواله ورثه كښې بشپړه برخه لرلې ده۔ ده ووئيل مونږ ګندھارا تهذيب ٬ اسلامي ورثه او سكھ ورثه لرؤ كومې ته چې مونږ په متحده عرب امارات كښې وده وركول غواړؤ۔ سفير ووئيل مونږ اماراتي وګړو سره سره د نورو ملتونو وګړو ته د پاكستان دورې كولو او د دې د قدرتي ښكلا او په زړي پوري هركلي او مېلمستيا څخه د خوند اخستلو ترغيب وركوؤ۔