اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د آئي سي ټي لوکل ګورنمنټ (ترميمي) بل غير د لاس ليك واپس کړې دې۔ صدر ډاکټر عارف علوي د آئين آرټيکل75 شق (1) (b) ترمخه اسلام آباد کيپيټل ټيريټري (آئي سي ټي) لوکل ګورنمنټ (ترميمي) بل 2022 غير د لاس ليك واپس کړې دې۔ده دا بل دپه دې وجه واپس کړې چې دې سره بلدياتي انتخابات د نور تاخير ښكاريږي۔ د اتوار په ورځ ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي حکومت په عجلت كښې پورته شوي اقدامات په نتيجه كښې انتخابي عمل دوه ځل د تاخير ښكار شوې،كوم چې جمهوريت لپاره مثبت نه دې۔ بيان كښې وئيلي شوې چې وفاقي حکومت د دې غلط اقدامات په وجه اسلام آباد کيپيټل ټيريټري انتخابات ونه كړې شو ۔ الف:50 يونين کونسلو حد بندي بشپړيدو نه پس اليکشن کمېشن آف پاکستان (اي سي پي) په 31 جولائي 2022 په آئي سي ټي كښې د ځائې حکومتونو د ټاكنو پريكړه كړي۔ د پولنګ نيټې اعلان باوجود، وفاقي حکومت د يونين کونسلو شميره د 50 څخه زياتولو سره 101 ته رسولي ،چې په نتيجه كښې ئې ټاكني د التواﺀ ښكار شوي۔ ب: 101 يونين کونسلو حد بندۍ نه پس اي سي پي په 31 دسمبر 2022 ء په آئي سي ټي كښې د ټاكنو كولو پريكړه كړې وه۔ موجوده بل ا سيکشن 2 آئي سي ټي كښې د 125 يونين کونسلز ذکر کوي۔دې لپاره په 31 دسمبر 2022 ء كيدونكي ټاكني يو ځل بيا ځنډولې شوي ۔ ج: ايوان صدر د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د موجوده بل سيکشن 3 له مخې د ټاكنو شيډول اعلان نه پس ميئر او د ډپټي ميئر د ټاكنو تګلاره بدل كړې شوي۔