صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سره د اېف پي اېس سي چيئرمېن کېپټن (ر) زاهد سعيد وليدل

image

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې فېډرل پبلک سروس کمېشن د هېواد د آزموئنې تر ټولو اعليٰ اداره ده٬ دا په هر لحاظ سره ښه پكار ده، د کمېشن د غړو پوهه٬ ازموئنه٬ انټرويو او په سركاري چوكو بهرتۍ لپاره د موزو كانديدانو د انتخاب طريقه كار د نړيوال معيار له مخې پكار ده٬ ملازمت لپاره د مناسب كس انتخاب باوري كولو لپاره د سول سروس معيار ښه كولو ته اړتيا ده۔ دا خبره دې د فېډرل پبلك سروس کمېشن (اېف پي اېس سي) چيئرمېن کېپټن (ر) زاهد سعيد سره كړې چا چې صدر مملكت سره د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال چيئرمېن کېپټن (ر) زاهد سعيد د اېف پي اېس سي د كال 2021 كلن رپورټ وړاندې كړو۔ د ملاقات په مهال د اېف پي اېس سي سېكتر سيد حسنېن مهدي او د اسټيبلشمنټ ډويژن او د صدر سېکټرېټ لوړ پوري هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں