اسلام آباد كښې د كاناډا ويزه سنټر بيا بېرته كېدل د غوره پارلماني هلو ځلو مظهر دے۔ راجه پروېز اشرف

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي اسلام آباد كښې د كاناډا ويزه سنټر بيا بېرته كېدل د غوره پارلماني هلو ځلو مظهر دے ٬ دې لپاره د كاناډا د حكومت مننه كوٶ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ وياند ووئيل سپيکر راجه پروېز اشرف سږ كال اګست كښې په هيلي فېکس كښې دولت مشتركه په پارلماني كنفرنس كښې ګډون لپاره د كاناډا سركاري دوره كړې۔ د کنفرنس په مهال سپيكر د هاٶس آف كامنز او سېنېټ آف كاناډا سپيكرز سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي دغسې چې دوه اړخيزه مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره په هر ممكنه طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړې شي۔ د دې ملاقاتونو په مهال سپيكر د كانادا په خپل همڅنګ زور رواړو چې خپل وېزه اېپليكسن سنټرز (VACs) د ابوظهبي نه منتقل كړي ٬ دې سره به نه يوازې كاناډا كښې مېشته پاكستانيانو او كاناډا ته تګ كوٶنكو وګړو ته سهولت ترلاسه شي بلكې په ويزه پروسېسنګ وخت كښې به هم كمے راشي ٬ د كاناډا د پارلمان پريذائيډنګ افسرانو سپيكر له باور وركړے ٶ چې دا معامله به خپل حكومت ته وړاندې كوٶ او په دې كښې به بشپړه كردار لوبوٶ او د پاكستاني سپيكر او پارلماني پلاوي د كاميابې سفارت كارۍ په نتيجه كښې د كاناډا حكومت خپل ويزا اېپليكېشن سنټر پاكستان ته د منتقل كولو پرېكړه كړې۔ سپيكر په سمدستي توګه په دې معامله د كاروائۍ كولو په لړ كښې د كاناډا خپل همڅنګ ته د مننې چيټۍ هم لېږلې ده

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں