اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د نوي ايئر لائن “فلائي جناح” د اسلام آباد نه تر كراچۍ د پروزانو پېل كېدو هركلے كړے۔ د سېنېټ سېکرټريټ له مخې چيئرمېن د فلائي جناح د اسلام آباد نه تر كراچۍ په پرواز كښې سفر هم وكړو۔ د فلائي جناح اېئر لائن منصوبې اعلان په ستمبر كال 2021 كښې د محمد صادق سنجراني او د اېئر عربيه ګروپ شېخ محمد بن عبدالله الثاني ترمېنځه په ملاقات كښې شوے ٶ كله چې ھغوي پاكستان ته په دوره راغلي وٶ۔ په دې موقع صادق سنجراني د يو اے اي د ايئر عربيه او د ځائي پارټنر لکسن ګروپ دې منصوبې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان كښې د هوابازۍ په صنعت كښې ډېر صلاحيت دے او مسابقت ته وده وركولو سره به د اېئر لائنز سروسز او معيار لا بهتر شي