استنبول ۔26نومبر (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف ترك سرمايه كارو او كاروباري ورورلۍ ته پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعو څخه د استفادې كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې مونږ به په خاص توګه د تجديد وړ توان ٬ دفاعي پېداوار او د شمسي توان په شمول په بېلو څانګو كښې د ترك سرمايه كارو د سرمايه كارۍ هركلې كوؤ٬ تجارت او سرمايه كاري آسانولو له فعاله ګامونه پورته كولې شي او تركيه سره په درې كاله كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 اربه ډالره زياتولو عزم لرؤ۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ پاك ترك بزنسل كونسل غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ پاك – ترك بزنس كونسل ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د تجارت وفاقي وزير سید نوید قمر، د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مریم اورنګزېب، د دفاعي پېداوار وفاقي وزير اسرار ترین، د وزیراعظم خاص مرستيال فهد حسېن، په تركيه كښې د پاكستان سفير ، د ترکیې د تجارت وزير او يو شمېر كاروباري شخصياتو ګډون كولو۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيې ترمېنځه د تجارت او دفاعي پېداوار پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په لړ كښې پرمختګ شوے دے٬ په پاكستان كښې د تجارت او سرمايه كارۍ د آسانتيا لپاره ګامونه پورته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل استنبول كښې د پاكستان – تركيې بزنس كونسل غونډه به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه تجارت ته وده وركړي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښی د همكارۍ پراخه امكانات موجود دي۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه د ورورولۍ په پخوانو اړيكو يو بل سره تړون لري ٬ ترك سرمايه كارو لپاره پاكستان كښې د تجارت آسانتيا له په زړه پورې ګامونه پورته كوؤ۔ وزیراعظم په تېرو ورځو كښې په تركيه كښې رامخې ته شوې د ترهګرۍ پېښې غندنه كولو سره ووئيل تركيه د پاكستان په څير د ترهګرۍ نخښه جوړه كړې شوې ده۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره سره اولس هم ترهګرۍ ته ماتې وركولو له بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده په استنبول كښې د بشري ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل ترهګرۍ ته ماتې وركولو له د ټولنې هرې يوې طبقې قربانۍ وركړې دي٬ ترهګر د انسانيت له درجې څخه پرېوتې خلق دي۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د اوسني سېلاب دلاسه د شوې تباهۍ ذكر كولو سره ووئيل پاکستان كښې د سېلاب د لاسه 3 كروړه وګړي ځپلې او د 17 سوه نه زيات مړه شوي دي۔ د لكھونو په شمېر كورونه ويجاړ شوي دي۔ ده د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د ترك حكومت او اولس مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل تركيه د پاكستان سېلاب ځپليو په زړه پورې مرسته كړې۔ د سېلاب نه وروستو ترك صدر ټېلېفون كولو سره پاكستان سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ او دغې څخه وروسته د ځپليو مرستې لباره انقره څخه تر اسلام آباد او كراچۍ د مرستې ايئر برج جوړ كړے شو ٬ دغسې د ټرېنونو د لارې د مرستې سامان راولېږلې شو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ تركيه سره په تجارت كښې اضافې لپاره د تفاهم يادښت لاس ليك كړے دے۔ وزيراعظم د روسيه – يوكرېن شخړې ذكر كولو سره ووئيل د دې د لاسه د خوراكي توكو او تېلو په نرخ كښې زياته اضافه شوې۔ دې صورتحال د پاكستان په شمول د نړۍ نور پرمختګ كوؤنكي هېوادونه ځپلې دي۔ د دې په نتيجه كښې بېل هېوادونه د غنمو او سرې كمي سره مخ دي۔ ده ووئيل د تركيه صدر رجب طيب اردوان نړۍ د هغه مشكل نه ويستلې ده كومې سره چې د يو كال نه مخ وه٬ ترك صدر د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره په ګډه د دې حل د سفارت كارۍ د لارې لټولې دې۔ ده ووئيل حكومت د ګران پټروليم مصنوعاتو درآمد كمول غواړي٬ پاكستان تېر كال د 27 اربه ډالرو پېټروليم مصنوعات درآمد كړي٬ مونږ دا زغملې نه شؤ۔ ده په تود هركلي كولو د تركيه صدر مننه وكړه۔ ده ووئيل ترك صدر سره تېره شپه بامقصده خبرې وشوې چې ورسره به د دوه اړخيزه تجارت او نورو څانګو كښې همكاري وده ومومي ٬ د سمندري جهاز ملجم پرانسته هم وشوه او دا د دفاعي پېداوار په څانګه كښې يو مهم پېش رفت دے۔ وزیر اعظم ووئيل زمونږ حكومت به پاكستان كښې د ترك سرمايه كارۍ په لاره كښې پېښی ټولې ستونزې لرې كړې او د سرمايه كارو حقيقي مسئلې به حل كړي۔ ده ووئيل دوه اړخيزه تجارتي او كاروباري اړيكو ته لا وده وركولو له به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه په ټرېډ اېګرېمنټ لوظنامه كار تېز كړې شي۔ دغسې د دوه اړخيزه تجارتي حجم په راروانو درې كلونو كښې تر 5 اربه ډالرو زياتولو له د تفاهم يو يادښت هم لاس ليك كړې شو۔ ده ووئيل د تركيه كلن تجارت 250 اربه ډالر وو او د پاكستان او تركيه ترمينځ تجارت نزدې د يو يا يونيم ارب ډالر وو كوم چې د زيات صلاحيت په مقابله كښې كم وو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او تركيه له به خپل صلاحيت كارولو سره كاروباري او تجارتي اړيكې زياتول وي۔ ده ووئيل مونږ په پاكستان كښې شمسی توان څخه د 10 زره مېګاواټ منصوبه رامخې ته كوؤ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د شمسي توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي۔