لاهور۔23اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د عمران خان د پارليمان نه د عدم اعتماد له لارې کور ته لېږل د جمهوريت بريا ده، عمران خان د پاكستان د تاريخ هغه اولنے وزيراعظم وو كوم چې د هېواد په معيشت باندې ځانمرګې بريد كولو سره په اولس ظلم وكړو٬ د پي ټي ايم مشرانو د سياسي قيمت په ادا کولو سره هېواد تباهۍ نه بچ کړ او د هېواد معيشت يۍ په سم لوري روان كړو٬ تاريخي مون سون بارانونو پاكستانې يو بلې ستونزې سره مخ كړو٬ ټول سياسي ګوندونه دې د سېلاب ځپليو بحالۍ له يو موټې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په يو ځائي هوټل كښې د عاصمه جهانګير كنفرنس د پايې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ٬ اختر مېنګل ٬ علي ظفر او نور سياسي لارښود موجود وو۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه د ګلګت بلتستان ٬ خېبر پختونخوا ٬ سوئيلي پنجاب ٬ سندھ او بلوچستان يو شمېر سيمې ځپلې شوې دي۔ ده د سېلاب د لاسه د شوي زيان تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل د سېلاب د لاسه 33 ملينه خلق ځپلې شوي دي په كومو كښې چې 16 ملين كوچنيان دي۔ په ځپلې خلكو كښې 6 لكه ناجوړه مېرمنې هم شامل دي۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ له دې ټول ګوندونه د جدي پاتې كېدو څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې سياسي انتها خوښي ډېره زياته ده مونږ بايد ددې مقابله وكړؤ او نوې كول لپاره غوره پاكستان پرېږدو