د انجينئرنګ او مصنوعي ذهانت په كارولو نړۍ كښې ځينې ناقابل تسخير طاقتونه رامخې ته كېږي۔د صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان انجينئرنګ كونسل انجينئرز ايكسيلنس ايوارډ 2020 او 2021 دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي كامياب او خوشحال پاكستان وژن ته عملي شكل وركولو لپاره د انجينئرنګ او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې شته بې شمېره صلاحيتونه كارولو او په دې لړ كښې په بشري وسائلو سرمايه كاري ضروري ده۔د نهې په ورځ د پاكستان انجينئرنګ كونسل انجينئرز ايكسيلنس ايوارډ 2020 او 2021 وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال صدر مملكت ووئېل د انجينئرنګ او مصنوعي ذهانت په كارولو په نړۍ كښې ځينې ناقابل تسخير طاقتونه رامخې ته كېږي۔دا د پاكستان انجنئرنګ كونسل پشان ادارو ذمه واري ده چې هغوي په دې اړه ښه ماحول راپیدا كړي۔صدر مملكت ووئيل د برين ډرين د لارې پاكستان ډېر لوي زيان پورته كړے او هغه په داسې ماحول پېدا كولو زور راوړو كوم څخه چې هنرمند افرادي قوت بغېر د كومې مجبورۍ په هېواد كښې په وظيفه تر سره كولو آماده كړې شي۔ده ووئيل دا پاكستاني انجنئرز او سائنسدانان وو چا چې په يو څو كلونو كښې د هېواد لپاره اتومي صلاحيت ترلاسه كړو۔ده ووئيل د پاكستان د ځوانانو صلاحيتونو څخه هم ګټه پورته كول پكار ده ۔صدر د پاكستان انجينئرنګ كونسل ګڼ شمېر اقدامات هم وستائېل چې پكښې انټرپرينيورشپ٬د انجينئرز تربيت٬مېچ ميكنګ پورټل٬د ګرين انرجي بلډنګ كوډ جوړول ٬د دستاويزات اپ ګرېډېشن او د پاكستان انسټي ټيوټ آف كاسټ اينډ كنټرېكټس بيا فعالول شامل دي۔ده ووئيل پي اي سي د انجينئرنګ ګريجويټس لپاره انټرن شپ پیل كړے او د زده كوونكو اسټارټ اپ پروژې لپاره ئې د فنډ وركولو اعلان هم كړے ۔د ايوارډز كمېټۍ كنوينئر انجينئر نياز احمد اختر ووئيل د ايوارډ لپاره د نومولے شوو كسانو انتخاب د اوو بېلو څانګو څخه شوے دغسې چې د هېواد لپاره د هغوي خذمات تسليم كړے شي۔په دستوره كښې صدر نامتو انجينئرز له ايكسيلنس ايوارډز وركړل۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں