د ډاكټر فردوس عاشق اعوان انټرنيشنل اسلامك يونيورسټي كښې نړيوال سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي اسلامي نړۍ دې مقبوضه كشمير څخه د كرفيو لرې كولو غوښتنه وكړي٬ وزيراعظم عمران خان په مړانه او بهادرۍ سره د كشميريانو د وكيل په توګه رامخې ته شوې ٬ پاكستان په نړيواله كچه د هند فاشټ٬ نازي٬ هټلر او د انتها پسنده څېره نړۍ ته په ډاګه كړې ده٬ د پوهنتون زده كوٶنكي دې “كرفيو لرې كولو كمپائن” برخه جوړ شي او د سوشل ميډيا د لارې بايد دا مسئله ټولې نړۍ ته ورسوئ٬ پوهنتون كښې خارجي زده كوٶنكي زمونږ وكيلان دي٬ دوي د پاكستان بيانيه وړاندې رسولو كښې مرستياله ګرځېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ انټرنېشنل اسلامك پوهنتون كښې د “مقبوضه كشمير اوسني صورتحال او پاكستان لپاره امكانات” په سرخط نړيوال سېمينار ته د وېنا په مهال وكړه۔ د سېمينار كولو مقصد د كشمير مسئلې اهميت رامخې ته كول ٬ كشمير كښې د روان جبر او ظلم په ضد كوټلې غږ پورته كول او امت ته په دې لړ د خپلو ذمه وارو احساس وركول وٶ۔ دې ووئيل كشميريان د يوې مياشتې نه زيات كرفيو كښې محصور دي٬ پاكستانيان د دوي دړد خپل دړد ګڼي٬ اولس اسلامي نړۍ ته رامخې ته چېلنجونه محسوسوي٬ د پاكستان كشمير لپاره ملاتړ ھغوي لپاره دا ډاډ وړ خبره ده۔ دې ووئيل كشميريان د ميډيا بندېز له امله نړۍ نهلرې شوي٬ هند مقبوضه سيمه د نړۍ په لوي زندان بدله كړې ٬ هلته د خوراك او داروګانو كمې دے۔ دې ووئيل كشميري اولس د بشري حقونو تنظيمونو او نړيوالې ورورولۍ پلو سترګې نيولې ۔ دې ووئيل پاکستان په نړيواله كچه د هند فاشټ څېزه نړۍ ته ښودلې٬ د نړۍ د جمهوريت ادعا كٶنكے هند د خپل آئين خلاف ورزي كوي۔ خاص مرستيالې ووئيل په پوهنتون كښې دې د كشمير په اړه خاص ډېسك جوړ كړې شي چې پكښې د كشمير تاريخ٬ د كشميريانو هلې ځلې او د ملګرو ملتونو قراردادونو په اړه معلومات موجود وي دغسې چې د دې معاملې په اړه زيات شعور پېدا كړې شي ۔ خاص مرستيالې ووېيل د سعودي نائب خارجه وزير او د متحده عرب امارات خارجه وزير د پاكستان دوره خوشبينه ده۔ په دې موقع د اسلامك انټرنېشنل پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر معصوم ياسين زئي هم وېنا وكړه ۔ د سېمينار ګډون كوونكو د پاكستان اولس مشر ٬ وزيراعظم او د اطلاعات د خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په بشپړه مرسته مننه كولو سره د پوهنتون د صدر پروفېسر ډاكټر احمد يوسف الدرويش په دې مهم سېمينار كولو مننه وكړه۔ د سېمينار ګډون كوٶنكو د سعودي عرب هم مننه وكړه څوك چې د مسلمانانو په خاص توګه د كشمير په مسئله خپل كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں