په كېپټل ون اېرينا كښې د وزيراعظم عمران خان تاريخي غونډه په ټويټر په پاكستان او امريكا كښې په وړومبي نمبر او په نړۍ كښې په دريم نمبر ټرېنډ و

image

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) په كېپټل ون اېرينا كښې د وزيراعظم عمران خان تاريخي غونډه په ټويټر په پاكستان او امريكا كښې په وړومبي نمبر او په نړۍ كښې په دريم نمبر ټرېنډ و۔ د امريكې په بېلا بېلو ايالتونو كښې مېشته د زرګونو په شمېر امريكائي نژاد پاكستانيانو په غونډه كښې ګډون وكړو او د خپل مشر وزيراعظم عمران خان ئې تود هركلې وكړو۔ په اېرينا ون كښې د پاكستانې ټولنې نه علاوه د پاكستان پشمول په امريكا او ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيانو د ټويټر اكاؤنټ د لارې د تاريخي غونډې په اړه تعريفي ټويټونه وكړل۔ د وزيراعظم عمران خان تاريخي غونډه په ټويټر په پاكستان او امريكا كښې په وړومبي نمبر او په نړۍ كښې په دريم نمبر ټرېنډ و٬ د غونډې ګډون كوونكو په فېس بك نېغ په نېغه وېډيوګانې شريكې كړې۔

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں