د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد او د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني د آئي الېون د پناه ګاه دوره وكړه

image

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد او د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني د آئي الېون د پناه ګاه دوره وكړه او د ضلعي انتظاميې لخوا هلته مېشته كسانو ته په وركول كېدونكو اسانيو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د مواصلاتو وزير د ناڅاپي دورې په موقع د ضلعي انتظاميې افسرانو دوي ته په پناه ګاه كښې د اسانيو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير په پناه ګاه كښې په خپله د انتظاماتو جاج واخستو۔ د شپې ناوخته د دورې په مهال د مواصلاتو وفاقي وزير په پناه ګاه كښې مېشته كسانو سره ملاقات وكړو او د دوي نه ئې د اسانيو په اړه پوښتنه هم وكړه او دوي د ډاډ وړ ځواب وركړو۔ دې كسانو د پناه ګاه په جوړولو د وزيراعظم او د ده د ډلې مننه وكړه۔ د مواصلاتو وزير مراد سعيد څه وخت لپاره په پناه ګاه كښې ايسار هم شو۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں