په صوابې كښې په كنډل بند كښې د سېلګرو نه ډكه كشتې ډوبه شوه٬ درې ماشومانې خوئندې مړې شوې٬ 35 كسان ژوندي بچ كړې شول

image

پېښور 07 جون (اے پي پي﴾ په صوابې كښې په كنډل بند كښې د سېلګرو نه ډكه كشتې ډوبه شوه٬ درې ماشومانې خوئندې مړې شوې٬ 35 كسان ژوندي بچ كړې شول۔ د خبر له مخې دا پېښه د زيارت په ورځ رامېنځ ته شوې۔ په كشتې كښې 38 كسان سواره وو چې پېښې سره مخ شوه۔ په پېښه كښې د صوابې اوسېدونكي فقير زاده درې ماشومانې لوڼه په حق ورسېدې او نور 35 كسان بچ كړې شول۔ د درې واړو ماشومانو جسدونه موندل شوي دي۔ خلقو په بند كښې د كشتې په چلولو د بندېز لګولو غوښتنه كړې۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں