د مسلم امه يو والي ته پاكستان په خصوصي او اسلامي نړۍ په عمومي توګه اړتيا لري۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نور الحق قادري

image

اسلام آباد ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي د مسلم امه يو والي ته پاكستان په خصوصي او اسلامي نړۍ په عمومي توګه سخته اړتيا لري۔ د اتفاق او يووالي فضا لپاره كار كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ علامه طاهر اشرفي په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ كلين اېنډ ګرين پاكستان يوازې د عمران خان نه بلكې د هر يو وګړي ذمه واري ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده څلورم پېغام اسلام كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د كوم اهتمام چې پاكستان علماﺀ كونسل كړې وو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي او د كعبې امام شېخ ډاكټر عبد الله عواد الجوهاني په خاص توګه كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ ده ووئيل په دې نني كنفرنس كښې د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو نمائندګي ده۔ د اتحاد او اتفاق فضا ته نه يوازې پاكستان بلكې ټوله نړۍ اړتيا لري۔ وفاقی وزیر ووئيل كلين اېنډ ګرين پاكستان زمونږ د ټولو ذمه واري ده د كوم اعلان چې وزيراعظم عمران خان كړې دې۔ ده ووئيل حاجت دې خبرې ته دې چې د منبر او محراب لخوا هم شين پاكستان لپاره غږ پورته كړې شي او هر پاكستان وګړې په دې كښې خپله ذمه واري ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں