د وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي صدارتي ماڼې ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو

image
APP85-24 ISLAMABAD: October 24 – Prime Minister Imran Khan addresses to nation. APP

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي صدارتي ماڼې ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم چې كله په يوه ورځنې دوره ابوظهبي ته ورسېدو نو د متحده عرب اماراتو ولي عهد او د وسله والو ځواكونو دوهم سپريم كمانډر شېخ محمد بن زائد بن سلطان النهيان د ده هركلې وكړو۔ د وزيراعظم په درنښت كښې رسمي دستوره وشوه او ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ د دې نه پس دواړو مشرانو خپل خپل پلاوي معرفي كړل او بيا په دوه اړخيزه سيمه ايزو٬ نړيوالو او د شريكې خوښې په چارو خبرو لپاره ملاقات كولو ته لاړل۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې وزير اسد عمر٬ د پېټروليم وزير غلام سرور٬ د توان وزير٬ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد هم وزيراعظم سره دي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں