مولانا سميع الحق په قاتلانه بريد كښې شهيد كړې شو

image

پېنډۍ02 نومبر(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام(س)مشر مولانا سميع الحق قاتلانه بريد كښې د زياتو ژوبل كېدو له امله شهيد شوې۔په مولانا سميع الحق د بريد دا پېښه نجي هاؤسنګ سوسائټي سفاري ون كښې رامخې ته شوې څه وخت چې دا پیښه رامخې ته شوې مولانا سميع الحق هغه وخت په خپل كور كښې يوازې و او د هغه ملازم او ګارډ بهر تللي وو۔د سټي پوليس وياند عمران كاظمي اے پي پي ته ووئيل چې مولانا سميع الحق سفاري روغتون ته رسول شوې و چرته چې هغه د زيات ژوبل كېدو له امله شهيد شوې۔ده ووئيل د هغه د كور ملازمان بهر تللي وو كله چې هغوي بېرته كور ته راستنه شو نو مولانا سميع الحق يې په وينو كښې لت پت وليدو او په سمدستي توګه يې نزدې روغتون ته ورسولو چرته چې هغه شهيد شو۔مولانا سميع الحق په 18 دسمبر 1937 اكوړه خټك كښې زېږېدلې و٬د هغه د پلار نامه مولانا عبدالحق وه٬په 1946 كښې هغه دارالعلوم حقانيه كښې تعليم پیل كړې د كومې بنياد چې د هغه پلار اېښودلې و هلته هغه د فقه٬اصول فقه٬عربي ادب٬منطق٬عربي صرف او نحو٬تفصير او د احاديث علم زده كړې۔مولانا سميع الحق د عربۍ ژبې سره سره پھ اردو او نورو ژبو عبور لرلو٬مولانا سميع الحق د دارالعوم حقانيه مهتمم او مشر وو هغه د پاكستان د دفاع پاكستان كونسل چيئرمېن او د جمعيت علماﺀ اسلام(س)امير هم وو۔مولانا سميع الحق د سېنېټ غړې هم پاتې شوې او د متحده دين محاز باني دې كوم چې د پاكستان د وړو مذهبي ګوندونو اتحاد و او هغه په 1913 كښې په ټول ټاكنو كښې ګډون لپاره جوړ كړی و۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں