د پاکستان حکومت خپلو ګاٶنډيانو ٬ اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره اړيكې لا سوا كول غواړي٬ ايران سره خپلې اړيكو مهمې ګڼو ٬ دا خپلولي تل له ده۔ وخت سره سره به دا لا قوي كېږي ۔ د شهريار اپريدي د ايران خبرې رسنې ادارې “ارنا” سره مركه

image

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير شهرياراپريدي وئيلي دي پاكستان ايران سره ټولو څانګو كښې خپلو اړيكو د ودې وركولو عزم لري٬ د پاك ايران ملګرتيا په لفظونو كښې نه شي بيانېدې ٬ دا رشته دائمي ده وخت سره سره به دا لا قوي شي۔ ده دا خبرې د ايران خبرې رسنې ادارې “ارنا” سره د ګل په ورځ خپله مركه كښې وكړې۔ دوهم وزير ووئيل ايران وړٶمبې هېواد ٶ چا چې په كال 1947 كښې پاكستان تسليم كړې ٶ۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل ملګرتيا كړې۔ شهرياراپريدي ووئيل د پاکستان حکومت خپلو ګاٶنډيانو ٬ اسلامي نړۍ او د نړۍ نورو هېوادونو سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل مونږ ايران سره خپلې اړيكې هغې كچې ته بوتلل غواړو چې نړۍ له يو مثال وګرځي۔ دوهم وزير ووئيل وزارت سنبهالولو نه وروستو مې په تفتان كښې د پاك ايران پولې دوره كړې دغسې چې ايران ته تلونكو زائرينو ته د وركړې شويو آسانيو او امنيت جاج واخستلې شي۔ ده د ايران واكمونو ته هم خواست وكړو چې كله هم د تفتان دوره وكړي نو زئراينو ته د وركړې شويو آسانيو جاج اخستو لپاره دې د ايران د پولې هم دوره وكړي۔ ده ووئيل د ځان او مال تحفظ د حكومت ذمه واري وي د حكومت د سخت حفاظتي ګامونو په سبب د محرم په وړومبو لس ورځو كښې امن ٶ۔ شهریار خان آپریدي د ايران په اهواز ښار كښې د ترهګرۍ د پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره دا په انسانيت بريد ګرځولې۔ ده ووئيل حكومت او اولس د غم په دې ګهړۍ كښې د ايران خپلو روڼو سره يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل پاكستان خپله هم ترهګرۍ سره مخ دې او دا دړد محسوسولې شي۔ ده هيله ولرله چې د ترهګرۍ په ضد د ايران او پاكستان عزم به لا مضبوط شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار