خارجه وزير شاه محمود قريشي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د 73مې غونډې په موقع ګڼ شمېر غونډو ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ ډاكټر مليحه لودهي

image

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د 73مې غونډې په موقع ګڼ شمېر غونډو ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ هغه به په دې موقع په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاكستان دريځ واضحه كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي اے پي پي ته ووئيل چې د خارجه وزير په مصروفياتو كښې په يو شمېر مهمو غونډو كښې ګډون كول او د نړۍ ګڼ شمېر خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه شامل دي۔ هغه به د ستمبر په 29مه نېټه عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي چې پكښې به هغه د مقبوضه كشمير صورتحال پشمول په مهو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاكستان د نوي ټاكل شوي حكومت ترجيحات او پاليسي واضحه كوي۔ خارجه وزير به د ستمبر په 28مه نېټه د كشمير په اړه د او آئي سي د رابطھ ډلې غونډې ته وېنا كوي٬ هغه به په دې ورځ د ايشيا سوسائټې ترسيوري لاندې د تعليم او خارجه پالېسې په اړه امريكائي پوهانو او زده كوونكو ته وېنا كوي۔ خارجه وزير به نړيوالې مېډيا سره مركې هم كوي۔ د يادونې وړ ده چې د ټولې نړۍ څخه به 128 مشرانو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال په نيويارك كښې د نړيوالې ادارې په مركزي دفتر كښې د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں