د اطلاعات او خپرونو وزارت به د نوې پالېسۍ ترمخه تفریحی او فلم انډسټری ته وده وركوي

image

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي د اطلاعات وزارت به د نوې پالېسۍ ترمخه تفریحی او فلم انډسټری ته په ترجيحي بنيادونه وده وركوي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور اعظم سواتي او نورو غړو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل پخواني حكومت ذاتي پروجېکشن له په اشتهارونو لوئې رقم مصرف كړې ٬ دغسې دا ټولې روپۍ 17 اربه په اشتهارونو مصرف كړې شوي ٬ ده ووئېل كه د پنجاب حكومت هغه ورسره شاملې كړې شي نو دا روپۍ 40 اربو ته رسي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان ښكاره هدايات جاري كړي چې موجوده حكومت به په پروجېكش كومې روپۍ نه مصرف كوي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل په ميډيا سېنسر شپ ختم كړې شوې او اوس مخالفو ګوندونو ته هم په پي ټي وي وخت وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان ټیلی ویژن ته امر شوې چې په درېو مياشتو كښې بېلو سيمو كښې د بوسټرز لګولو عمل پايې ته ورسوي

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں