په صدارتي ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي به په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي په صدارتي ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي به په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي٬وزيراعظم عمران په سوشل مېډيا د ټولو نه وړومبې خپل اكاؤنټ د قامي ليډر په توګه جوړ كړے٬د مخالفې ډلې په صدارتي ټاكنو كښې يوځاې اودرېدلو يا اختلافات سره هېڅ فرق نه پريوزي۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل اوس سركاري مېډيا د مخالفو ګوندونو هلو ځلو ته زيات كورېج وركوي۔مسلم ليګ(ن)٬ پاكستان پيپلز ګوند او تحريك انصاف درې واړه لويې ګوندونه دي او د دريو واړو خپلې پالېسۍ دي د هغې له مخې به هغوي په ټاكنو كښې برخه اخلي۔وفاقي وزير ووئيل د صدارتي ټاكنو لپاره د پاكستان تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي دے څوك چې به په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف سره په صدارتي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره لمبرې پوره دي۔ده ووئيل په دې اړه كه مخالفه ډله يوځاې ولاړه وي يا اختلافات لري څخه هېڅ فرق پرې نه پروزې ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د قامي ليډر په توګه په سوشل مېډيا خپل اكاؤنټ د ټولو نه وړاندې جوړ كړې ؤ ٬هغه د اولس سره د رابطې لپاره سوشل مېډيا كاروي او هغه دا ډېر خوښوي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں