د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملک په مشرۍ كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن ذمه وارو او كاركردګۍ په اړه د بريفنګ غونډه

image

اسلام آبا 02 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملک د قامي تاریخ او ادبی ورثې ډویژن کارکردګی ستائلو سره د هېواد كلتوري ورثې په نړيواله كچه معرفي كولو له د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځھ د پراخا همغږۍ په حاجت زور راوړلو سره نورو هېوادونو سره په دې څانګو كښې مرستې زياتولو له د نوې لارو لټولو هدايت كړې۔ ده د ګل په ورځ د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډویژن ذمه وارو او كاركردګۍ په اړه د بريفنګ غونډې مشري كوله۔ د قامي تاريخ او ادبي ورثې انجینئر عامر حسن وزیراعظم ته د قامي تاریخ او ادبی ورثې ډویژن او ذیلی ادارو مېنډېټ او کامیابو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده وزيراعظم په كال 2016ء جنورۍ مياشت كښې د بېل ډويژن جوړېدو څخه وروستو د دې د بېلو كاميابو څخه خبر كړو۔ په دې مهال ده وزيراعظم ته د ډويژن د ذېلي ادارو كاركردګۍ په اړه هم بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې ساتنې او ودې په لړ كښې د ډويژن هڅې وستائلې۔ ده د پاكستان د مضبوطې ورثې په نړيواله كچه معرفي كولو له او غېر ملكي سېلګرو ته د اسانيو وركولو په لړ كښې وفاق سره سره د صوبائي حكومتونو ترمينځھ د پراخا همغږۍ په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم نورو هېوادونو سره په دې څانګو كښې مرستې زياتولو له د نوې لارو لټولو هدايت وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں