اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د آئين له مخې د فوجدارۍ انصاف نظام كښې لا اصلاحات كولو له د قانون سازۍ اختيار يواځې د پارليمان سره دے ۔ د نجي ټي وي چېنل نيوز مارننګ شو كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل په موجوده فوجداري نظام كښې د انصاف لتر مخه د سزاګانو شرح ډېره كمه ده كومې چې يو كمے په ګوته كوي٬ د فعاله قانون سازۍ د لارې د دې كمي لرې كولو هڅې روانې دي۔ په بلوچستان كښې د ترهګرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نان سټېټ اېکټرز د تشدد هېڅ حق نه لري ٬ دا د رياست ذمه واري ده چې هغه د داسې ترهګرو نوغې ختم كړي۔ ده ووئيل په هېواد كښې 90 زره وګړي د ترھګرۍ ښكار شوي۔ دا د سياسي ګوندونو او پارليماني غړو ذمه واري ده چې هغوي د انصاف فوجداري نظام پياوړتيا له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې پښتون، بلوڅ او نور قامونه د څو لسيزو څخه ژوند كوي۔ كوم سياسي ګوند دا ډول كومه ډله نه لري بياهم اقليتي وسله واله ډله د تشدد فعاليتونو كښې ككړه ده۔ امریکا ، برطانیه ، اروپائي ائتلاف او نورو ټولو جمهوري هېوادونو دغسې ډلې ترھګرې ګرځولې دي۔ ده وئيل زما په نزد په کالعدم ټی ټی پی ، احرار او بی اېل اے یا بی اېل اېف كښې هېڅ فرق نشته۔ دا ترهګرې ډلې تشدد د يرې ترهې خپرولو او د بې ګناه وګړو وژلو له د يوې آلې په توګه كاروي۔ د دې ترهګرو بريدونو په نتيجه كښې كال 2018 څخه تر دې دمه 1038 كسان شهيدان شوي ۔ده ووئېل په کوسټل هائی وے او په تربیت پولیس سټېشن بريدونو كښې بې ګناه وګړي ووژلې شول۔ بل اړخ ته سياسي احتجاج او سوچ د نړۍ ٬ ميډيا او دانش لرونكو لخوا ستائلے شي۔ نړۍ آئی اېس آئی اېس يو ترهګر تنظيم ګرځولے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په منځني ختيز كښې يو پېچلے چېلنج شته ۔ پاكستان د نړۍ په بېلو فورمونو نړيوالې ورورولۍ ته وئيلي دي چې د غزه په صورتحال كښې تسلسل د نه قبلولو وړ دے۔ فوري جنګ بندۍ سره سره ځپليو لپاره د مرستې راهداري بايد پرانستلې شي او هم دا اسلامي هېوادونو سره د پاكستان شريك دريځ دے۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ تنظيم ٬ عرب ليګ او ګرده نړۍ د جون 1967 څخه په وړاندې پولو د محيط دوه رياستي حل ٬ چې پكښې د آزاد فلسطيني رياست پلازمينه القدس شريف وي٬ خبره كوي۔ هم دا د اسلامي نړۍ متفقه دريځ دے۔ ده د بېلو عناصرو لخوا په كېدونكو ټكونو د ناخوښۍ څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان به كله هم د فلسطين په اړه خپل اصولي دريځ څخه لاس په سر نه شي۔