اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) داخله چارو لپاره پارلماني سېكتر حاجي شوکت علي په افغان پوله ايسار د پاكستان ټولو وګړو هېواد ته ستېندو لپاره د ګامونو پورته كولو هدايت كړے. د جمعې په ورځ د جاري شوې خبر پاڼې له مخې ده دا هدايت د جمعيت علمائے اسلام د قامي اسمبلۍ غړي مولانا صلاح الدين ايوبي سره د ملاقات په مهال كړے۔ د ملاقات په مهال د اېن سي او سي احكاماتو په نتيجه كښې د پاك افغان پولې بندېدو له امله د ايسار شويو پاكستانيانو په معامله هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔