اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی)د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان سره د آذربائيجان سفير علي عليزاده ملاقات كړے چې پكښې د هوابازۍ په اړه د شريكو اړيكو او دواړه هېوادونه نيغ په نيغه پروازونو پیل كولو ته صلاح شوي دي ۔وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي پاكستان او آذربائيجان د ورورورلۍ اړيكې لري او دا اړيكې د تعظيم او په يوبل د باور په سوب قائم دي۔د آذربائيجان سفير علي عليزاده وئېلي دي آذربائيجان هم د پاكستان سره په خپلو روابط زياتولو باور لري٬ په كال 1993 كښې د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه ډرافټ ايئر سروس ايګريمنټ شوې و٬ ده ووئېل 30 ستمبر 2009 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه يو اېم او يو هم شوې ؤ چې له مخې پي آئي اے(پاكستان) له د يوې اونۍ په مهال 1500 فلائټس سيټونه وركړې كېدل٬دغسې ازل سلك وے ويسټ(آذربائيجان)ته هم د يوې اونۍ په مهال 1500 فلائټس سيټونه وركړې كېدل٬د دې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه د هوائي رابطو جوړولو لپاره تركي ايئر لائن ته د استنبول څخه لاهور/اسلام آباد باد له باكو روټ وركړی شوې ؤ خو د لږو مسافرو په سوب د تركيې ايئر لائن ته د استنبول-باكو-اسلام آباد روټ روان ساتل ګران شوو