اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د اسلامي پرمختيائي بانك صدر ډاکتر بندر اېم اېچ هجر په مشرۍ كښې پلاوي د زيارت په ورځ د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د اېګزم بانك آف پاکستان فعالیت او بلوچستان كښې د اوبه خور موثره نظام زرعي پېداوار زياتولو لپاره په كار راوستو په منصوبو لاسليك شوې٬ د اسلامي پرمختيائي بانك د لوړې كچې پلاوي د صحت ٬ توان ٬ اوبو او انفراسټركچر لپاره د سرمايه كارۍ لارې لټولو لپاره د پاكستان په درې ورځنۍ دوره راغلې ۔ د دورې په مهال به پلاوي وزيراعظم عمران خان او اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره هم او د اړوندو وزارتونو او څانګو ذمه وارو سره به هم ملاقاتونه كوي