د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئېلي دي چا چې په خپل حكومت كښې د صحت په څانګه اربونه روپۍ خرڅ كولې د هغوي درملنه بايد هېواد كښې وشي٬پاكستان د سعودي عرب سره قوي اړيكې لري۔د زيارت په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې د 40 كلونو راهسې حكومت كوونكو په صحت پھ اربونو روپۍ خرڅ كولې بايد د داسې كسانو درملنه په هېواد كښې وكړې شي چرته چې اولس خپلې درملنې كوي ٬۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د وزيرانو٬سركاري افسرانو او پارليماني غړو د بهر هېوادونو څخه د درملنې كولو بندېز لګولې۔د ټولو درملنه په پاكستان كښې كېږي۔ده ووئيل پاكستان د سعودي سره په ملګرتيا اډانه اړيكې لري٬په هر سخت وخت كښې سعودي عرب د پاكستان سره اودرېدلې٬ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د دغې ملګرتيا په سوب د سعودي عرب دوره كړې۔د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل د كالعدم تنظيمونو په حقله چې حكومت كوم ايكشن اخستې هغې سره په نړيواله كچه مثبت پیغام وركړی شوې

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں