کمپالا، یوګنډا كښې 19م غیر وابسته تحریك مشرانو په غونډه كښې د پاکستان قامی بیان

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د ملكرو ملتونو لپاره ایډیشنل سیکرټری خارجه سید حیدر شاہ یوګنډا ،کمپالا كښې 19م غیر وابسته تحریك (این اے ایم) مشرانو په غونډه كښې د پاکستان قامی بیان كښې غیر وابسته تحریك سره د پاکستان كلك عزم او د هغې د بانی اصولو او امن، مساوات، مرسته او د ټولو ښېګړې لپاره د تحریك هڅو له د پاکستان د پرله پسې حمایت رامخې ته كړو۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې سفیر حیدر شاہ په دې خبره زور راوړو چې په موجوده ګڼ اړخيزه نړيوالو چیلنجونو د نړيوالي مرستې د لارې قابو موندلې كيدې شي۔ده په خاص توګه پرمختګ كونكو هېوادونو كښې متوازن او كوټلې سماجی او اقتصادی پرمختګ باوري كولو لپاره په مالیات، تجارت او د ټیکنالوجی په نظام كښې د اصلاحات لپاره په سمدستي توګه په کارروائی كولو زور راوړو۔ایډیشنل سیکرټری خارجه جمو او کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او کشمیریانو د هيلو له مخې زر تر زره په حل كولو زور راوړو۔دا خبره دې ياده وي چې نګران خارجه وزير جلیل عباس جیلانی اوسنې پیش رفت ترمخه خپله سرکاری دورہ مختصر کولو نه پس سفیر حیدر شاہ این اے ایم په غونډه كښې د پاکستانی پلاوي مشري كوي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں