د سېنېټ چيئرمېن د ايران لخوا په بلوچستان د بريد غندونه وكړه

image

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ايران لخوا په بلوچستان د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي په بلوچستان بريد يو اړخيزه او غېر ذمه واره دے٬ ايران نه يواځې د پاكستان د فضائي حدونو خلاف ورزي كړې بلكې نړيوال قوانين ئې هم مات كړے او بې ګناه ماشومان ئې هم په نخښه كړي٬ ده ځپلو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه هم وكړه۔ دا خبره د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري بيان كښې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان د زيركتيا څرګندونه كړې ٬ زمونږ ځواكونه او امنيتي ادارې د هر ډول جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل مونږ د نړيوال قوانين په پالنه ښه پوهېږو۔

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں