نړيوال لارښود دې منصوبو او د تلپاتي پرمختګ اهداف سر كولو په تګلارو كښې د مرستيالې ټېكنالوجۍ انضمام ته پام لرنه وكړي٬ بېګم ثمينه علوي

image

ډیووس۔17جنوری (اے پی پی) وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي زيات عمر لرونكو ٬ د معذورۍ او غېر متعدي رنځونو سره مخ وګړو لپاره مرستيالهې ټېكنالوجۍ ته د نړيوالو لاس رسنې ضروري ګرځولو سره په لارښودو زور راوړے چې هغوي د منصوبو او د تلپاتي پرمختګ اهداف سر كولو تګلارو كښې د مرستيالې ټېكنالوجۍ انضمام ته پام لرنه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم 2024 په موقع د مرستيالې ټېكنالوجيز د لارې تلپاتي پرمختيائي اهدافون پلو د پېشرفت په سرخط يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ “انلاک دی اېوری ډے” په مرستياله ټېكنالوجي (اے ټی) اولنے نړيوال كمپائن دے كوم چې وهیل چیئر، چشمو ٬ د اورېدنې څيزونو ٬ مصنوعي اعضاء او د ډيجيټل آلو غوندې د مرستيالې ټېكنالوجۍ په اړه اولسي شعور بېدارولو له پېل كړے شوے۔ بېګم ثمینه علوی ووئيل مرستياله ټېكنالوجي د تلپاتې پرمختيائي اهداف سر كولو له يوه مهمه وسيله ده ولې چې دا خصوصي ضرورتونه لرونكو وګړو لپاره د زده كړو ٬ روزګار او په ټولنه كښې د شموليت موقعې رامخې ته كولې شي۔ دې په ګرده نړۍ كښې د ټېكنالوجي پوهانو او پالېسي جوړونكو ترمينځه د زياتې نه زياتې همكارۍ په حاجت زور راوړو۔ دې په اولسي او نجي څانګو زور راوړو چې هغه د خلقو په خپلو پښو ادرولو له په ټېكنالوجۍ كښې سرمايه كاري وكړي۔ دې ووئيل په نړيواله كچه 2.5 بلین وګړي لږ تر لږه يو مرستيال پروډكټ ته اړتيا لري او په كم آمدن لرونكو هېوادونو كښې دې ته لاس رسي يواځې درې فيصده ده۔ په خاص توګه كم آمدن لرونكو او وروستو پاتې ټولنو لپاره كارول ٬ شتون او لاس رسنه بنيادي چېلنجونه دي٬ دې ووئېل مونږ له به په دې قابو موندل او دا خبره باوري كول وي چې مرستياله ټېكنالوجي هغه خلقو ته ورسي كوم چې ورته زياته اړتيا لري۔ بېګم ثمینه علوي په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د يوې بشپړې ټولنې جوړولو او مرستيالې ټېكنالوجۍ ته د لاس رسنې زياتولو په ايجنډا كار كوي۔دې ووئيل پاكستان په خپله منطقه كښې او په نړيواله كچه د مرستيالې ټېكنالوجۍ وكالت كولو كښې تر ټولو وړاندے دے۔ دې ووئيل پاكستان مرستيالې ټېكنالوجۍ ته وده وركولو له په نړيواله كچه هم مهمې هڅې كړي ۔ دې زياته كړه چې مرستياله ټېكنالوجي د نړيوالې روغتيا په كورېج كښې هم بنيادي كردار ترسره كوي او دا خبره باوري كوي چې د روغتيا خذمات دې د خصوصي وګړو په شمول هر چاته ترلاسه وي۔ دې د مرستيالې ټېكنالوجۍ پرله پسې جدت او پياوړتيا باوري كولو له تحقيق او پرمختګ ته د پام لرنې په ضرورت هم زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں