وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د بلوچستان وزيراعلی ملاقات ٬ صوبه كښې د امنيت په روانه وضعه خبرې

image

کوئټه ۔10 اکتوبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د بلوچستان نګران وزيراعلی سردار علی مردان خان ډومکی ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې په ملاقات كښې نګران وزیر اعلیٰ نګران وزیراعظم ته په بلوچستان كښې د نېشنل اېکشن پلان نفاذ لپاره د كېدونكې اپېکس کمېټۍ 14مې غونډې په اړه بريفنګ وركړو۔ نګران وزيراعلی نګران وزيراعظم په بلوچستان كښې د امنيت روانې وضعې په اړه هم خبر كړو۔ په ملاقات كښې د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير مير سرفراز احمد بګټي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں