اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې د پی ټی آئی پشمول ټولو سياسي ګوندونه برابر حقوق لري،ټول رجسټرډ سیاسی ګوندونو له به برابر موقعې وركول باوري كولې شي، زمونږ مقصد د خپل ریاست، وګړو او قامی پولو دفاع كول دي، هېواد كښې غیر قانونی مېشته غیر ملكیان دې تر 31 اكتوبر په رضاكارانه توګه هېواد څخه اوځي، 31 اكتوبر نه پس هغه كسان به په زبردستۍ وېستلے شي، د ټاكنو نيټه وركول د په ټوله ڼړۍ كښې د نګران حكومت كار نه وي، الیكشن كمېشن د ټاكنو نيټه اعلان كوي، په هغه نيټه به ټاكنې كېږي، نېشنل براډ كاسټرز په ټوله نړۍ كښې ریاست سپورټ كوي، پبلك براډ كاسټرز د قامی خدمت ادارې دي۔ دا خبرې ده د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړي۔ نګران وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل د ټاكنو نيټه وركول په ټوله ڼړۍ كښې د نګران حكومت كار نه وي، الیكشن كمېشن آف پاكستان آئینی اداره ده كومه چې د ټاكنو ذمه واره ده،سوګند پورته كولو نه پس پرله پسې د الیكشن كمېشن سره رابطه لرو، الیكشن كمېشن آف پاكستان په صلاحیت او قیادت بشپړه باور لرو، الیكشن كمېشن به د ټاكنو نيټه وركوي،په هغه نيټه به ټاكنې كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پیپلز ګوند د هېواد لوے ګوند دې،مونږ د ټاكنو د پړاؤ څخه تيريږو، عملاً د ټاكنو چاپيرچل دې،د ټاكنو چاپيرچل كښې كوم هم ګوند او د هغې قيادت په څه مسئله هم د خپل موقف وړاندې كولو آزادي لري۔ده ووئيل هېواد كښې میډیا هم آزاده ده ، عدالتونه هم آزاد دي او ټول رجسټرډ سیاسی ګوندونو ته برابر موقع ترلاسه ده۔ده ووئيل الیكشن كمېشن او نګران حكومت ټولو سياسي ګوندونو له برابر موقع وركول باوري كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سیاسی ګوندونه مشكل حالات كښې هم خپل كمپائن چلوي، پی ټی آئی رجسټرډ سیاسی ګوند دے،د پی ټی آئی پشمول ټولو سياسي ګوندونو ته برابر حقوق ترلاسه دي، د پی ټی آئی خپله معامله ده چې څه ډول كمپائن چلوي،په دې اړه په هغوې كوم بنديز نشته۔ نجكارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب نګراں وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل نجكاری نګران حكومت نه ده پيل كړې،تير پارلیمان او د هغې منتخب حكومت د نجكارۍ پريكړه ګړې،مونږ تير پارلیمان او د تير حكومت په پريكړو د عمل درآمد پابند يو۔