فوري او آسان انصاف رسولو كښې د محتسب كردار زيات مهم دے٬ خلق بايد دې څخه استفاده وكړي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد۔17 اګست (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خلقو ته د آسان ٬ كم مصرفه او فوري انصاف رسولو له د وفاقي محتسبين د كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د شخړو متبادل حل سره به په عدالتي نظام فشار كمولو كښې مرسته ترلاسه شي ٬ د محتسب د كردار اهميت نظر كښې نيولو سره په دې اړه اولسي شعور بېدارولو ته اړتيا ده دغسې چې زياتو نه زيات خلق دې څخه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل وفاقي انشورنس محتسب د آسان او فوري انصاف ترلاسه كولو له په خلقو كښې د باور پېدا كولو له مهم كار كوي۔ د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د “انشورنس محتسب او په درشل د تند رفتاره انصاف تصور” په سرخط راجوړ كړې شوي سيمينار ته خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل چې پنځه واړه محتسبين وفاقی محتسب ، وفاقی انشورنس محتسب، وفاقی بینکنګ محتسب، وفاقی ټیکس محتسب او وفاقی محتسب (انسداد هراساني) زما د دفتر لاندې كار كوي۔ صدر مملكت ووئيل زما د ذاتي هڅو له امله د محتسب د كردار په اړه اولسي شعور سوا شوې دې ولې بيا هم په دې اړه به لا زيات خلق خبرول وي۔ ده د محتسب د كردار او ذمه وارو په اړه د اولسي شعور بېدارولو كښې د ميډيا په كردار هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل د محتسب ښې پرېكړې دې په قومي پرنټ ٬ الېكټرانك او سوشل ميډيا عامې كړې شي۔ ده ووئيل د شخړو متبادل حل سره به په عدالتي نظام فشار كمولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقعه وفاقي انشورنس محتسب ډاكټر خاور جميل ووئيل د اېف آئی او دفتر د فوري انصاف رسولو په تصور كار كوي۔ ده زياته كړه چې مونږ د انشورنس محتسب دائره كار تر ټيټې كچې رسولو له هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د تېر كال په مهال وفاقی انشورنس محتسب د شكايت كوؤنكو مسئلې حل كړې او دوئي ته يۍ نزدې د 2.57 اربه روپو ريليف وركړو۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں