د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی او ډپټی چیئرمېن مرزا محمد آفریدی یوم استحصال کشمیر په موقع پیغام

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی او ډپټی چیئرمېن مرزا محمد آفریدی وئيلي دي چې 5 اګست 2019 د مقبوضه کشمیر خصوصی حیثیت بدلولو سره مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ مثال جوړ كړې او د کشمیریانو تشخص مسخ كړې شوي۔د هند دا غیر انسانی اقدام د ملګرو ملتونو د چارټر او سلامتی کونسل قرار دادونو نه يواځي ښكاره خلاف ورزی ده بلكه د بشري حقونو علمبردار هېوادونو ، ادارو او تنظیمونو لپاره يو ښكاره چیلنج جوړ شوې۔یوم استحصال کشمیر په اړه پیغام كښې ده ووئيل 5 اګست 2019 نه پس مقبوضه جمو او کشمیر پوځي چھاؤنۍ كښې بدل كړي او ګڼ شمير بے ګناه کشمیريان ئې شهيدان كړي او دغسې يو شمير بے دركه شوي،پاکستان د هند د تقسیم دا عمل په بشپړه ډول مسترد کوي د كوم په سوب چې ګڼ شمير کشمیریان د خپل بنیاد ی حق څخه محروم کړې شوي۔ دوي وئويل نړۍ او په خاص توګه اسلامي هېوادونه دي د دې غیر آئینی اقداماتو مخنيوي لپاره شريكه تګلاره اختيار كړي او مظلوم، بے ګناه کشمیریانو له دې د هغوي د هيلو له مخې آزاد ماحول وركړي،تير څلور كلونو راهسې مظلومه کشمیریان د نړۍ څخه د خپل حقوق تحفظ او د هندي جارحیت ختمولو لپاره پرله پسې پوښتني كوي۔د سېنېټ چیئرمېن او ډپټی چیئرمېن ووئيل کشمیر د پاکستان شه رګ دې او د پاکستان ټول سیاسی ګوندونو د كشمير مسئلي حل كولو له يو موټې دي۔ده ووئيل د پاکستان اولس او ادارې د کشمیریانو د آزادۍ هلو ځلو كښې نه يواځي د بے ګناه كشميريانو بشپړه حمایت کوي بلكه د هغوي د آزادۍ تر ترلاسه كيدو به هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں