د حمزه خان په څير صلاحيت لرونكي ځوانان د قام وياړ او سرمايه دي٬ وزيراعظم نړيوال جونئير سكواش چېمپيئن ته د ډاډګيرنې په توګه د كروړ روپو چېك وركړو

image

اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د حمزه خان په څير صلاحيت لرونكي ځوانان د قام وياړ او سرمايه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نړيوال جونیئر اسکواش چیمپین حمزہ خان سره خپلو خبرو كښې وكړه كوم چې د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ وزیرِ اعظم حمزہ خان ته د پاكستان حكومت لخوا د ډاډګيرنې په توګه د يو كروړ روپو انعامي چېك هم وركړو۔ حمزہ خان د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده د پاكستان سكواش فېډرېشن د مرستې ستائنه هم وكړه۔ په دې موقعه وزيراعظم د حمزه خان مور پلار سره په پښتو ژبه كښې خبرې وكړې۔ وزیرِ اعظم حمزہ خان ته په دې وروستيو كښې په آسټريليا كښې د نړيوال جونیئیر چیمپئن شپ په ګټلو مباركي وركړه او دده كاركردګي يۍ وستائله۔ وزيراعظم ووئيل ستا په څير صلاحيت لرونكي ځوانان زمونږ د قام وياړ او سرمايه دي۔ څو لسيزې وروستو د سكواش دومره لويې ټائټل ګټلو سره تا زمونږ سترګې اوچتې كړي دي۔ ده ووئيل هيله لرم چې ته به كه پاك پروردګار ته منظور وي د اسکواش سینئر نړيوال ټائټل هم په خپل نوم كړې۔ده ووئيل مونږ ټول عمري هڅه كړې چې ځوانانو ته د لوبو د نړيوال معيار آسانۍ وركړؤ۔ په دې وروستيو كښې مو په ګرد هېواد كښې د لوبو ودې له او د لوبغاړو وړاندې تللو له قامي سپورټس اقدامات پېل كړل۔ په پاكستان كښې د اولني سپورټس روغتون جوړېدل هم د دې پروګرام برخه ده۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں