ليفټيننټ جنرال سرفراز علي او ھغوي سره شهيدان شوي افسران د قام وياړ دي٬ قام به كله د دوي قربانۍ نه هېروي۔ وزيراعظم

image

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې ليفټيننټ جنرال سرفراز علي او ھغوي سره شهيدان شوي افسران د قام وياړ دي٬ قام به كله د دوي قربانۍ نه هېروي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل ليفټيننټ جنرال سرفراز او ھغوي سره شهيدان افسران د شهادت يو كال تېر شو٬ زما پشمول قام د لسبېله چورلكې پېښه كښې شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كو٬ تاريخ ګواه دې چې د هېواد د دښمنانو مقابله وي٬ د ترهګرۍ د لعنت خاتمه وي يا د قدرتي آفتونو٬ قام چې كله خپل ځوانان ياد كړي دوي د خپلې قربانۍ نه هم ډډه نه ده كړې۔ وزيراعظم خپل ټويټ كښې ليفټيننټ جنرال سرفراز علي شهيد، بريګيډيئر امجد حنيف شهيد، بريګيډيئر محمد خالد شهيد، مېجر سعيد احمد شهيد، مېجر اېم طلحيٰ منان شهيد او نائيك مدثر فياض شهيد عكسونه هم شيئر كړي۔

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں