شهباز شريف او هي لي فېنګ د دواړو هېوادونو قامي سرود وړاندې كوٶنكو زده كوٶنكو سره ګروپ فوټو

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ د سي ډ په 10 كالو ترسره كېدو په تابيا كړې شوې دستوره كښې د دواړو هېوادونو قامي سرود وړاندې كوٶنكو زده كوٶنكو سره عكسونه جوړ۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد کنونشن سنټر كښې د سي ډ په لس كاله ترسره كېدو خاص دستوره شوې٬ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف، د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ، خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې وزير اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب، د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق، داخله وزير رانا ثناء اﷲ او نورو ګډون كړې۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف او د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ د دواړو هېوادونو قامي سرود وړاندې كوٶنكو د پاكستاسن او چين زده كوٶنكو سره عكسونه جوړ كړل۔ وزيراعظم شهباز شريف د زده كوٶنكو په سر د شفقت لاس كېښودو۔ د دستورې ګډون كوٶنكو هم د دواړو هېوادونو قامي سرود د وړاندې كوٶنكو زده كوٶنكو ډاډګيرنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں