د هېواد د سلامتيا په اړه به كومه سمجهوته نشي كولې٬په پاكستان كښې به د ترهه كرۍ په ضد زيرو ټالرنس پالېسي وي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې عزم

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د قامي سلامتيا كمېټۍ د دې عزم څرګندونه وكړه چې د هېواد سلامتيا په اړه به كومه سمجهوته نشي كولې٬په پاكستان كښې به د ترهه كرۍ په ضد زيرو ټالرنس پالېسي وي٬د پاكستان د خاوري په يو يو اېنچ به د رياست رټ په برقرار ساتلې شي٬د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره به ټول وسائل متحرك كولې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 40مه غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬درې واړه سروسز چيفس او د انټيلي جنس ادارو مشرانو ګډون كولو۔د اعلاميې له مخې غونډه دې ته سلا شوه چې د “قامي سلامتيا”تصور د معاشي سلامتيا سره تړلې دې او دا چې د معاشي خود انحصارۍ او خودمختارۍ نه غېر په قامي خود مختاري او وقار فشار راځي۔غونډې د معاشي صورتحال جاج واخستلوچې په نتيجه كښې يې د پاكستان عام وګړې او په خاص توګه لوئر او مډل كلاس طبقې چېلنجونو سره مخ كېږي۔د خزانې وزير غونډه د معاشي استحكام لپاره د حكومتي روډ مېپ څخه خبر كړو چې پكښې د نړيوال مالياتي ادارو سره خبرې اترې٬په شريكو ګټو اډانه نور اقتصادي ذريعو لټولو سره سره د عام وګړي د رېليف كوټلي اقدامات شامل دي٬د معيشت قوي كولو لپاره كمېټي كوټلې اقداماتو ته سلا شوه چې پكښې په درآمدات كښې توازن راوستل او د كرنسي بهر هېواد ته غېر قانوني منتقل كولو مخ نيوې شامل دې۔د زراعت پېداوار او مينوفيكچرنګ په څانګې ته به خاص پام لرنه كولې شي دغسې چې فوډ سېكورټي٬درآمدات متبادل او د روزګار موقعې باوري كړې شي۔د دې عزم څرګندونه وشوه چې اولسي ګټو او په ښېګړه اډانه معاشي پالېسۍ ته به خاص ترجيح كولې شي دې خبرې ته سلا شو چې د ټول اړوندو ډلو مشاورت سره به تندرفتاره معاشي بحالي او روډ مېپ لپاره د رايو اتفاق پیدا كولې شي۔درې كروړه دېرش لكه سېلاب ځپليو په ستونزو غور كولو سره غونډې د عزم څرګندونه وكړه چې د صوبائي حكومتونو او ګڼ اړخيزه مالياتي ادارو په مرسته به د سېلاب ځپليو بحالۍ او تعمير نو لپاره ټول وسائل كارولې شي۔غونډې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ټول وفاقي برخو سره په ګډه د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ له هڅې وستائېلې۔كمېټي په هېواد او په خاص توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د امنيتي صورتحال څخه هم خبر شوه۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې قامي سېكورټي پالېسۍ له مخې وفاق او صوبائي حكومتونه به د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ قيادت كوي۔ښه او محفوظ چاپیرچل باوري كولو كښې به وسله وال ځواكونه يو كوټلې ډيټرنس وركوي٬صوبائي ايپكس كمېټي به بحالولې شي دغسې قانون نافذ كونكې ادارې او په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمو صلاحيتونه او د كار استعداد به د مطلوبه معيار له مخې جوړولې شي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې كوم هم هېواد له به خپله خاوره د ترهه ګرو د پټڼ ځاې په توګه د كارولو اجازه نشي وركولې او پاكستان د خپل اولس د تحفظ او سلامتيا د دفاع هر حق محفوظ ساتي

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں