د هېواد ديواليه كېدو په اړه بې بنسټه خبرونه خپروي٬عمران نيازي معيشت ته زيان رسولے۔ د خزانې وزير اسحاق ډار خبري كنفرنس

image

اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئېلي دي چې د هېواد ديواليه كېدو په اړه بې بنسټه خبرونه خپروي٬ دا ډول منفي پروپیګنډه عمران نيازي كوي٬چا چې معيشت تباه كړې او نړيوالو مالياتي ادارو سره كړی لوظونه يۍ نه دي پاللې٬ موجوده اتحادي حكومت د هېواد معيشت ښه والي لپاره مهمې پرېكړې كړې دي٬ پاكستان څخه د غنمو٬سرې او ډالر قاچاق مخ نيوي لپاره به ټول ضروري اقدامات كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د كابينې غړو سره د پرېس كنفرنس په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو په مهال وكړه۔ د پاكستان معاشي صورتحال جائزه وړاندې كولو سره ده ووئيل چې مونږ د سياست په ځاې رياست ته ترجيح وركړې٬د سېلاب قدرتي آفت راغلو ٬ د محدود وسائلو باوجود مو ځپليو ته رېليف وركړې٬هره اونۍ د كابينې غونډه كېږي٬وزيراعظم كابينه كښې د مشاورت سره پريكړې كوي٬نن مونږ د تحريك انصاف د كاركردګۍ له امله په ځايې ولاړ يؤ۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل چې د پاكستان نه امريكائي ډالر او غنم قاچاق كېږي د دې مخ نيوي لپاره به ګامونه پورته كولې شي٬ د پي ټي آئي حكومت په خپل دور كښې د هېواد معيشت تباه كړے٬عمران نيازي نړيوالو مالياتي ادارو سره كړی لوظونه نه دي پاللې۔ اسحاق ډار ووئيل چې د ډالر سركاري ريټ 224 روپۍ دې خو د بارډر د لارې د قاچاق كېدو په وجه په ګرے ماركيټ كښې د ډالر په بيعه كښې د 13 نه تر 18 روپۍ فرق دې٬د قاچاق په ضد به سخت ايكشن اخستلې شي۔ده ووئيل چې غنم٬سره درآمد كوو٬هغه هم قاچاق كېږي٬له دې كبله كه باډر سيل كول وي نو كولې به شي خو اوس به د قاچاق اجازه ورنه كړې شي۔د جمعې په ورځ يو كريك ډاؤن پیل شوې چې نتيجې به يې ډېر زر رامخې ته شي۔ده ووئيل چې كله د (ن)ليګ حكومت ختم شو نو ګراني 4.5 فيصد وه٬هغه مهال اسټاك ايكسچنج اېشيا كښې تر ټولو زيات مخ په وړاندې روان و خو د عمران حكومت په خپل دور كښې رېكارډ قرضې اخستې دي او معيشت يې تباه كړی دې

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں