صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته د نادرا چيئرمېن لخوا د هېواد د خصوصي كسانو رجسټرېشن په اړه بريفنګ

image

اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ټولنې د خصوصي وګړو په ضد د امتيازي سلوك ختمولو لپاره په قامي او صوبائي كچه د خبرتيا د يو بشپړ كمپائن په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې د خصوصي كسانو معذوري په نظر كښې نيولو سره دې خصوصي ملازمتونه پیدا كړې شي دغسې چې د هغوي بشپړه صلاحيتونه وكارولې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نادرا چيئرمېن محمد طارق ملك سره د ګل په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چې تربيتي ادارې دې د خصوصي كسانو شموليت لپاره اقدامات وكړي٬خصوصي نصاب او تكنيك دې وضع كړي٬په ټول پاكستان كښې د خصوصي كسانو معذورۍ جائزه اخستلو لپاره د مېډيكل بورډ ټرمز آف ريفرنس او طريقه كار يو ډول پكار دې۔ده په تعليمي ادارو كښې خصوصي كسانو سره د امتيازي سلوك په نه كولو هم زور راوړو۔ صدر مملكت نزدې د 6 لكه رجسټرډ وګړو ريكارډ په برقرار ساتلو ٬ دوي ته د وېړيا خدماتو په وركولو او د خصوصي كاؤنټر په جوړولو د نادرا ستائنه وكړه۔ صدر په نادرا كښې د رجسټرېشن او د شناختي كارډ اجرا په شمول دوئي ته د نورو آسانيو په وركولو هم زور راوړو۔ ده ووئيل خصوصي وګړي د ټولنې يو برابر غړي دي د دوئي شموليت د يوې مضبوطې او سالمې ټولې لپارن ضروري دے

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں