اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف كركټ د پاكستان او برتانيې ترمينځه يو ډول جوش او جذبې لرونكې څانګه ګرځولو سره وئېلي دي چې د انګلينډ كركټ ډلې د پاكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه روابطو ته وده وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ده د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د انګلينډ او پاكستان كركټ ډلو په اعزاز كښې دستورې ته وېنا كوله۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او برتانيه خپلو كښې ښه اړيكې لري او د برتانيې كركټ ډلې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو ته وده وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل برتانيې د تعليم او صحت په څانګه كښې د ډي اېف آئي ډي د لارې سرمايه كاري كولو سره جمهوريت او خېرښېګړې لپاره عمر له د اولس ملګرتيا كړې۔وزيراعظم د انګلينډ ډلې له د پاكستان په ضد د درې ټېسټ ميچونو په سيريز كښې په وړومبي مېچ كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره دا هم ووئيل چې د پاكستان ډله به په راروان ميچ كښې كم بيك كوي۔ده ووئيل د انګلينډ ډلې 17 كاله پس يوه ښه دوره كړی۔هغوي په كال 2005 كښې هغه وخت دوره كړی وه كله چې پاكستان د انتهاخوښۍ او د ترهه ګرۍ سره مخ وو۔ده ووئيل د پاكستان ګڼ شمېر عسكرو٬امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو سره سره د پاكستان وګړو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره ترهه ګرۍ ماتې وركړې۔وزيراعظم د پاكستان كركټ لپاره د انګلينډ حمايت وستائېلو۔وزيراعظم د واړو ډلو كپتانونو ته سووینئرز هم وركړل۔ده د انګلينډ كركټ ډلې كپتان لخوا د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د ميچ خپل فيس عطيه كولو اقدام ستائېلو سره ووئيل چې دا د انساني ملګرتيا د برتانيې د ښه رواياتو څرګندونه ده۔